د افغانستان لپاره د سوېلي کوریا د سفارت شارژدافېیر، چو سونګ‌کوان، وویل چې هېواد یې په اوسنیو سختو شرایطو کې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی. نوموړي دا څرګندونې د «افغانستان د اقتصادي بیارغونې» پروژې د دویم پړاو د پیل په مراسمو کې وکړې.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغې پروژې دویم پړاو د سوېلي کوریا له خوا د شپږ میلیونه ډالرو په لګښت تمویلېږي. دا بهیر به د افغانستان په پنځو ولایتونو کې عملي شي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د معلوماتو له مخې، دا پروژه د کابل، غزني، پکتیا، کونړ او ننګرهار ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي. تمه ده چې څه باندې ۳۸۶ زره کسان به ترې په مستقیم او غیرمستقیم ډول ګټه پورته کړي.

یاده پروژه په درېیو اساسي برخو وېشل شوې ده چې د بنسټونو بیارغونه او د ماین پاکۍ چارې، د معیشت بېرته رغول او اقتصادي ښه والی، او لومړنیو خدمتونو ته د لاسرسي پراخول پکې شامل دي.

د بنسټیزو پروژو په چوکاټ کې د اوبو لګولو کانالونه، سړکونه، د اوبو رسولو شبکې او د سېلابونو پر وړاندې استنادي دېوالونه رغول کېږي. همدا راز د ناچاودو توکو پاکول او د خطرونو په اړه عامه پوهاوی هم ترسره کېږي.

په اقتصادي برخه کې لنډمهالې کاري بوختیاوې رامنځته کېږي، بزګرانو ته کرنیز وسایل ورکول کېږي او د مسلکي زده‌کړو او لومړنۍ پانګې له لارې د مېرمنو او ځوانانو له کوچنیو کاروبارونو ملاتړ کېږي.

سرچینه: د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP)

🌐

Author