د نړۍ د «۵۰۰ اغېزمنو مسلمانانو» کلنۍ خپرونې چې په اردن کې خپرېږي، د طالبانو د حکومت مشر د نړۍ د پنځوسو اغېزمنو مسلمانو څېرو په ډله کې په ۴۳م ځای کې راوستی دی.
دا خپرونه هر کال د اردن په پلازمېنه امان کې د اسلامي ستراتېژیکو مطالعاتو د شاهي مرکز له لوري چمتو او خپرېږي چې موخه یې پر اسلامي نړۍ د وتلو څېرو د اغېزمنتیا کچه ارزول دي.
د سږني کال د درجهبندۍ له مخې، د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود او د هغه زوی محمد بن سلمان د دغه نوملړ په لومړي مقام کې راغلي دي.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د پوځ مشر عاصم منیر په ګډه دویم ځای او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان درېیم ځای خپل کړی دی.
د اسلامي ستراتېژیکو مطالعاتو شاهي مرکز ویلي چې د اغېزمنتیا مانا د هر فرد هغه وړتیا ده چې پر اسلامي نړۍ یا مسلمانانو ژور بدلون راولي؛ که دا ځواک کلتوري، فکري، مالي او یا هم سیاسي بڼه ولري.
په دغه نوملړ کې د طالبانو د حکومت د مشر نوم داسې مهال راځي چې د افغانستان اړوندې پرېکړې او تګلارې تل د اسلامي نړۍ له لوري څارل کېږي.
سرچینه: د اردن د اسلامي ستراتېژیکو مطالعاتو شاهي مرکز
🌐