د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش ویلي دي چې د خپلکاره وسلو سیستمونه له سیاسي پلوه د نه منلو او له اخلاقي پلوه کرکجن دي او باید د کارولو مخه یې ونیول شي.
ګوترش د دوشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د دغو وسلو پراختیا بشردوستانه، حقوقي، اخلاقي او امنیتي برخو کې نوې او جدي ننګونې راولاړې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په خبره، نړۍواله ټولنه باید د دغو بېرحمه وسلو د خپرېدو پر وړاندې عملي اقدامات ترسره کړي او انساني ژوند خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
هغه زیاته کړه چې په ټوله نړۍ کې وسلهوالې شخړې نه یوازې دا چې تندې شوې دي، بلکې نوره پراختیا هم مومي او هره جګړه د لا ډېرو جګړو لامل ګرځي.
ګوترش له دې وړاندې هم څو ځلې په نړۍواله کچه د روانو جګړو د سمدستي درېدو او د نړۍوالو بشردوستانه قوانینو د درناوي غوښتنه کړې وه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي پر نویو نظامي ټکنالوژیو د نړۍوال څار پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د بشریت ساتنه باید د جګړهييزو پرمختګونو قرباني نه شي.
سرچینه: د انتونیو ګوترش ایکس پاڼه
🌐