پر ایران د امریکا د سمندري او ځمکنیو بندیزونو له زیاتېدو سره، په دغه هېواد کې د خوراکي توکو او درملو د احتمالي کمښت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د الجزیرې د راپور له مخې، ځینې خلک د وارداتي توکو د کمښت له وېرې د اړینو توکو او درملو زېرمه کولو ته مخه کړې ده.

په راپور کې راغلي چې د سوداګریزو لارو د محدودېدو له امله په بازارونو کې د وارداتي توکو د بیو د لوړېدو په اړه هم د خلکو ترمنځ اندېښنې په بېساري ډول زیاتې شوې دي.

د معلوماتو له مخې، امریکا هڅه کوي د سمندري محدودیتونو او د ځمکنیو سوداګریزو لارو د څارنې او تنګولو له لارې له بهرنۍ نړۍ سره د ایران سوداګري محدوده کړي. دغو اقداماتو د ایران پر وارداتو، صادراتو او ټولیز اقتصادي حالت منفي اغېز ښندلی دی.

بلخوا، ایراني چارواکو خلکو ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د هېواد په زېرمو کې دومره خوراکي لومړني توکي شته چې لږ تر لږه د شپږو میاشتو لپاره د خلکو اړتیاوې پوره کولای شي. چارواکو له خلکو غوښتي چې د توکو د بې‌ځایه زېرمه کولو څخه ډډه وکړي.

د ایران اقتصادي وضعیت او سوداګریز ثبات د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونو لپاره هم خورا مهم دی، ځکه ایران د سیمې یو مهم سوداګریز او ټرانزیټي شریک ګڼل کېږي.

اوس مهال د امریکا له لوري د سوداګریزو فشارونو د دوام له امله د ایران بازارونه له ګڼو ننګونو سره مخ دي او چارواکي هڅه کوي شته زېرمې په سمه توګه مدیریت کړي.

سرچینه: الجزیره

🌐

Author