د افغاني سرې میاشتې رییس، شیخ شهابالدین دلاور، په کابل کې د یوناما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له همغږي کوونکي برونو لمارکي سره د روغتیايي او بشري همکاریو د پیاوړتیا په اړه وکتل.
د افغاني سرې میاشتې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دلاور له زیانمنو او اړمنو کورنیو، راستنېدونکو کډوالو او د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې او مرستو په اړه معلومات شریک کړل او د لا پراخو مرستو غوښتنه یې وکړه.
نوموړي څرګنده کړه چې د اړمنو کورنیو لاسنیوی او د بېلابېلو روغتیايي ستونزو هوارول د نړیوالو بشري مرستندویه بنسټونو لا ډېر ملاتړ او دوامدارې مرستې ته اړتیا لري.
بلخوا، د یوناما مرستیال د افغاني سرې میاشتې بشري او روغتیايي خدمتونه وستایل او د چارو د لا ښه پرمختګ لپاره یې د دوامدارې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
برونو لمارکي زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو اړوندو بشري او روغتیايي ادارو او افغاني سرې میاشتې ترمنځ به د هڅو د انسجام په موخه یوه ګډه ناسته هم جوړه شي.
دا کتنې په داسې حال کې ترسره کېږي چې په هېواد کې د راستنېدونکو او اړمنو کسانو د بشري او روغتیايي اړتیاوو پوره کول جدي هڅو ته اړتیا لري.
سرچینه: افغاني سره میاشت
🌐