د طالبانو حکومت د لومړي وزیر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي چې د دوی ځواکونه په پرمختللو وسلو سمبال دي او د بېپيلوټه الوتکو یا ډرونونو په برخه کې یې ډېر پرمختګ کړی دی.
نوموړي د کابل پوهنتون په یوه غونډه کې چې د طالبانو د مشر د فرمانونو د اغېزو څېړلو لپاره جوړه شوې وه وویل چې د بېپيلوټه الوتکو په برخه کې ډېر مهم کارونه ترسره شوي دي.
د طالبانو د لومړي وزیر اداري مرستیال زیاته کړه چې که هر دښمن افغانستان ته په بد نظر وګوري، افغان ځواکونه کولای شي هغوی په خپله سیمه کې وځپي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبانو په روان لمریز کال کې پر افغانستان د پاکستان له بریدونو وروسته ځینې لومړنۍ انتحاري بېپيلوټه الوتکې د هغه هېواد پر لور وتوغولې.
خو پاکستاني چارواکو هغه وخت ویلي وو چې دغه الوتکې د پاکستان هوايي حریم ته د ننوتلو سره سم وپېژندل شوې او له منځه یووړل شوې.
طالبانو څو ورځې وړاندې هم ځینې دغه جوړې شوې بېپيلوټه الوتکې د بهرنیو ډیپلوماتانو، لکه د ایران سفیر او د عربي هېوادونو د استازو په حضور کې په یوه نندارتون کې وښودلې.
سرچینه: په کابل پوهنتون کې وینا
🌐