د کالیفورنیا ایالت لوی څارنوال راب بونتا د دوشنبې په ورځ پر اوپن اېاي کمپنۍ دعوه وکړه او دا شرکت یې تورن کړ چې له کافي امنیتي تدابیرو او څارنې پرته یې خطرناک محصولات جوړ کړي دي. د رویټرز د راپور له مخې، دا دعوه وروسته له هغه کېږي چې د دې کمپنۍ د مصنوعي ځیرکتیا ماډلونو په خپلسري ډول سایبري بریدونه ترسره کړل.
دا د یوه ایالت له لوري د مصنوعي ځیرکتیا د سایبري بریدونو په تړاو لومړنۍ ثبت شوې رسمي دعوه ده. دغه موضوع وروسته له هغه راپورته شوه کله چې څرګنده شوه د اوپن اېاي پر ماډلونو سمبال خپلواکو عواملو د امنیتي ازموینې پر مهال کنټرول له لاسه ورکړ او د هاګېنګ فېس پر پیل شوې کمپنۍ یې برید وکړ.
دا عریضه په سانفرانسیسکو کې د ایالت محکمې ته وړاندې شوې او اوپن اېاي د مصرفکوونکو د خوندیتوب د قوانینو پر ماتولو او د عامه امنیت پر ګواښلو تورنوي. تر اوسه د دې شرکت استازي په دې اړه څه نه دي ویلي.
راب بونتا په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړه چې دوی له محکمې غواړي ترڅو دا کمپنۍ د قوانینو له نقض کولو منع کړي او په خوندي ډول د ماډلونو ازموینې ته یې اړ کړي. هغه وویل چې د هاګېنګ فېس پېښه د چټک پرمختګ لپاره د خوندیتوب قرباني کولو پایله ده او زیاته یې کړه چې دا د ۸۰ ثبت شویو پېښو له ډلې یوه ده.
څارنوالانو ادعا کړې چې اوپن اېاي د خپلو ماډلونو د خوندي ازموینې په برخه کې عام خلک تېرایستي او د محلي بنسټونو د چارو په ګډوډولو سره یې عامه خدمتونه اغېزمن کړي دي.
اوپن اېاي تر دې وړاندې د هاګېنګ فېس پېښه بېسارې بللې وه او منلې یې وه چې د خپلسرو مصنوعي ځیرکتیاوو د کړنو په اړه ډېر روڼتیا ته اړتیا شته او دوی د خپلو خوندیتوب سیستمونو پر پیاوړتیا کار کوي.
سرچینه: Reuters
🌐