نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان د ټولیز اقتصاد کچه مخ پر ودې ده، خو د سړي سر عاید له پلوه اقتصاد مخ پر کوچني کېدو دی.
د دغه نړیوال مالي بنسټ د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د انفلاسیون کچه دوه برابره شوې ده چې دې چارې پر کورنیو اقتصادي فشار لا زیات کړی دی.
په دغه راپور کې راغلي چې د سوداګریزو لارو د بدلون له امله د افغانستان په صادراتو کې ۱۵ سلنه کموالی راغلی دی.
د دغه بنسټ څېړونکي یادونه کوي چې د اقتصادي حجم لوړېدل نه دي توانېدلي د خلکو په ورځني ژوند او د سړي سر عاید په ډېرېدو کې اغېز ولري.
د ترانزیټي لارو بدلون او په سیمه کې سوداګریز خنډونه د صادراتو د کچې د ټیټېدو اساسي لاملونه بلل شوي دي.
سرچینه: نړیوال بانک
🌐