اسلامي جمعیت او د مقاومت جبهې په یوه ګډه اعلامیه کې په کابل پوهنتون کې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله په ملاتړ جوړه شوې غونډه په کلکه غندلې او هغه یې یوه «فرمایشي» هڅه بللې ده.

دغو دوو سیاسي جریانونو په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو حکومت په تېرو کلونو کې د خپلو انحصاري او ځپونکو تګلارو له لارې هېواد له سترو سیاسي، ټولنیزو او بشري ننګونو سره مخامخ کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې طالبان غواړي د کابل پوهنتون له علمي او تاریخي اعتبار څخه د خپل واک د پیاوړتیا او مشروع ښودلو لپاره سیاسي ګټه پورته کړي.

دواړو لورو څرګنده کړې چې سیاسي مشروعیت په یو اړخیزو غونډو او پرېکړو نه ترلاسه کېږي، بلکې بنسټ یې د ولس په رضایت، قانون او ازادې ارادې پورې تړلی دی.

په خبرپاڼه کې له دیني عالمانو او پوهانو غوښتنه شوې چې د نابرابرۍ او له مذهب څخه د ابزاري ګټې اخیستنې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د عدالت ملاتړ وکړي.

دغو جریانونو په پای کې ټینګار کړی چې د هېواد د روان ناورین اساسي حل د یوه ټول‌ګډونه نظام په رامنځته کېدو، روڼو ټاکنو او د ټولو هېوادوالو د برابرو حقونو په خوندیتوب کې نغښتی دی.

سرچینه: د اسلامي جمعیت او مقاومت جبهې ګډه اعلامیه

🌐

Author