متحده عربي اماراتو پر کوېټ د ایران د بېپیلوټه الوتکې یا ډرون برید په کلکه وغانده او دا چاره یې د سیمې د امنیت لپاره خطرناکه وبلله. دا غبرګون په خلیج کې د امنیتي اندېښنو تر زیاتېدو وروسته اعلان شو.
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ، د نوامبر پر ۱۸مه، په یوې رسمي اعلامیه کې وویل چې دا برید د کوېټ د حاکمیت ښکاره نقض او د دغه هېواد د ثبات پر وړاندې مستقیم ګواښ دی.
دغه وزارت له کوېټ سره خپل بشپړ پیوستون اعلان کړ او ټینګار یې وکړ چې د خپل امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره د کوېټ له ټولو اقداماتو ملاتړ کوي.
د رسمي سرچینو د راپور له مخې، اماراتي چارواکو خبرداری ورکړی چې د بېپیلوټه الوتکو له لارې د ګاونډیو هېوادونو په نښه کول به په سیمه کې تاوتریخوالی نور هم زیات کړي.
کوېټ او متحده عربي امارات دواړه د خلیج د همکارۍ شورا غړي دي او تل یې د غړو هېوادونو پر ګډ امنیت ټینګار کړی دی.
د خلیج په سیمه کې هر ډول پوځي کړکېچ د نږدېوالي له امله د ټولې سیمې او منځني ختیځ پر ثبات مستقیم اغېز ښندي.
سرچینه: د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت
🌐