د هاګ نړیوالې عدلي محکمې له اوو کلونو څېړنو وروسته د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې میانمار د روهینګیا مسلمانانو په وړاندې نسلوژنه ترسره کړې ده.
د یادې محکمې د معلوماتو له مخې، دا پرېکړه د نهو موافقو او شپږو مخالفو رایو په اکثریت صادره شوې ده.
دا حقوقي قضیه په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د میانمار پوځ لخوا د مسلمانانو له ځپلو او بنګلهدېش ته د سلګونو زرو کسانو له کډوالۍ وروسته پيل شوې وه.
دا دعوه د ګامبیا هېواد له لوري د اسلامي همکاریو سازمان په ملاتړ نړیوالې عدلي محکمې ته وړاندې شوې وه.
د روهینګیا مسلمانان له کلونو راهیسې په راخین ایالت کې له پوځي بریدونو او د تابعیت د حقونو له سلبېدو سره مخامخ دي.
د هاګ د نړیوالې محکمې دغه پرېکړه لازمالاجرا بلل شوې او په نړیواله کچه مهم ګام ګڼل کېږي.
سرچینه: د هاګ نړیواله عدلي محکمه
🌐