د امریکا د کورني امنیت وزارت د نظیرې حاجيزاده انځور خپور کړی چې له یوه ترهګریز پلان سره د تړاو په تور له دغه هېواده شړل شوې ده.
دغه وزارت ویلي چې دا کار د قانوني پړاوونو له بشپړېدو او له امریکا څخه د هغې له ایستل کېدو وروسته شوی دی.
د خپرو شویو جزییاتو له مخې، نوموړې په یوه تروریستي پلان کې د لاس لرلو په تور له امریکا څخه اېستل شوې ده.
د امریکا د کورني امنیت وزارت د ټکساس ایالت سیاستوالو او چارواکو ته هم په دې برخه کې خبرداری ورکړی دی.
دغه وزارت خبرداری ورکړی که د ټکساس سیاستوال د امریکا له کډوالۍ او ګمرکونو ادارې سره همکاري بنده کړي، د ټکساس د خلکو امنیت به له ګواښ سره مخ شي.
امریکایي چارواکو ټینګار کړی چې د کډوالۍ له فدرالي ادارې سره د ایالتي چارواکو ملګرتیا د عامه امنیت د خوندي ساتلو لپاره اړینه ده.
سرچینه: د امریکا کورني امنیت وزارت
🌐