د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د اسراییلو په نویو بریدونو کې درې تنه فلسطینیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د اناتولي خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ، د نوامبر پر ۱۹مه، راپور ورکړ چې په ټپیانو کې دوه ښځې او یو ماشوم هم شامل دي.
د دغه راپور له مخې، یو فلسطیني سړی د غزه ښار په سویل کې د زیتون په سیمه کې د برید له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
همدارنګه د بېځایه شویو کسانو پر یوه پناهځای او د تېلو پر ټانک د بېپیلوټه الوتکې په برید کې د یوې ښځې په ګډون څو تنه نور ټپیان شوي دي.
دا بریدونه داسې مهال کېږي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې د اوربند هوکړه لاسلیک شوې، خو سرچینې وایي چې دغه هوکړه پرلهپسې تر پښو لاندې کېږي.
په غزه کې د جګړې له امله بشري وضعیت سخت نازک بلل شوی او ملکي وګړي لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
سرچینه: د اناتولي خبري اژانس
🌐