د اریسټ په نوم د مصنوعي ځیرکتیا د یوه نوښتګر شرکت مشر او شریک بنسټګر مایکل یوفه اټکل کړی چې دغه ټکنالوژي به ډېر ژر اجراییه رئیسانو ته د کارکوونکو د ګوښه کولو په اړه مشورې ورکړي.

دغه شرکت اوس مهال د فورچون ۵۰۰ د پنځلس سلنه شرکتونو سره کار کوي. د اریسټ سیسټمونه له کارکوونکو سره مرکې کوي، د شرکتونو ارقام څېړي او هغه ستونزې چې میاشتې وخت نیسي، یوازې په ۷۲ ساعتونو کې په ګوته کوي.

مایکل یوفه وایي، که څه هم دا مهال مصنوعي ځیرکتیا د کوډ لیکلو، ارقامو د تحلیل او عادي کارونو د اتومات کولو لپاره کارول کېږي، خو نوې مرحله به یې په لویو پرېکړو کې ونډه اخیستل وي.

یوفه په ډیټرویټ کې د فورچون ۵۰۰ نوښتونو په غونډه کې وویل چې په راتلونکو څو کلونو کې به د کارکوونکو د ګوښه کولو او د نویو محصولاتو د وړاندې کولو ډېری وړاندیزونه د مصنوعي ځیرکتیا له لارې کېږي.

هغه زیاته کړه چې انسانان په داسې پرېکړو کې ډېر ښه مهارت نه لري او ماشیني سیسټمونه کولی شي دا چارې په ډېر دقت سره ترسره کړي.

خو د اریسټ مشر ټینګار وکړ چې مصنوعي ځیرکتیا به د ادارو د رئیسانو بشپړ ځای ونه نیسي او وروستۍ پرېکړې به د هغوی په لاس کې وي.

سرچینه: فورچون

🌐

Author