د انتروپيک کمپنۍ څېړونکي تائو لين خبرداری ورکړی چې مصنوعي ځيرکتيا به ډېر ژر يوازې د ژوند اسانولو له يوې وسيلې پورته کچې ته ورسېږي. د هغه په وینا، دا ماشينونه ښايي په راروانو ۱۸ مياشتو کې نږدې په هره مسلکي برخه کې له انسانانو مخکې شي.
دا نوی خبرداری یوازې څو ورځې وروسته له هغه خپرېږي چې د انتروپيک پخواني څېړونکي جېکب کوکسن هم د پرمختللې مصنوعي ځيرکتيا د ممکنه خطرونو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې وه. دا څرګندونې د زياتېدونکې پرمختللې ټکنالوژۍ د کنټرول په اړه بحثونه راپورته کوي.
لين باوري دی چې له بشري کچې پورته پراخه مصنوعي ځيرکتيا ښايي په راروانو ۱٫۳ کلونو کې رښتيا شي. دا اټکل ښيي چې دا ډول غښتلي سيسټمونه به په مسلکي ډګرونو کې د انسانانو پياوړتيا شاته وغورځوي.
خو د لين اندېښنې يوازې د دې لپاره نه دي چې ماشینونه به د انسانانو دندې او کارونه واخلي. نوموړی استدلال کوي چې خلک بايد په دې اړه خپل فکر بدل کړي، په ځانګړې توګه کله چې دا سيسټمونه په خپلواکه بڼه د موخو پر لور روانېږي.
دغه څېړونکي څرګنده کړه چې نوي ماشينونه ورځ تر بلې په خپلواکه توګه د بېلابېلو هدفونو د تعقيبولو توان ترلاسه کوي. له همدې امله مصنوعي ځيرکتيا نور عادي سافټویر نه شي ګڼل کېدای.
د پاليسېډ ريسرچ د معلوماتو له مخې، لين له دې بنسټ سره په خپله مرکه کې وويل چې غواړي د مصنوعي ځيرکتيا د ګواښونو په اړه ولسي پوهاوی زيات کړي. هغه ټينګار وکړ چې ټولنه بايد مصنوعي ځيرکتيا ته د يو ساده محصول پر ځای، د يو سيال او ځواکمن مقابل لوري په سترګه وګوري.
سرچینه: Palisade Research
🌐