د امریکا د کالیفورنیا ایالت د سنا افغانتبارې غړې عایشه وهاب د متحده ایالاتو له پخواني ولسمشر بارک اوباما سره د لیدنې او خبرو اترو خبر ورکړی دی.
د عایشه وهاب د ټولنیزو رسنیو له مخې، چې زرین تلویزیون ترې راپور ورکړی، هغې له اوباما سره یوځای انځور خپور کړی او یادونه یې کړې چې د هغه د ټاکل کېدو شپه یې اوس هم په یاد ده او کورنۍ یې د خوشالۍ اوښکې تویې کړې وې.
دغه افغانتبارې سناتورې زیاته کړه چې د اوباما د پخوانیو ټاکنیزو هڅو پر مهال یې د هغه لپاره کمپاین کړی و، خو فکر یې نه کاوه چې یوه ورځ به ورسره مخامخ خبرې وکړي.
د وهاب په وینا، اوباما په ټوکه ورته وویل چې د هغې شتون هغه ته د زړښت احساس ورکوي او وروسته یې د مشرتابه، استقامت او د ټولنې د پرمختګ په هکله تجربې شریکې کړې.
هغې همدا راز لیکلي چې په دغه کتنه کې د شته ستونزو ترڅنګ د امریکا راتلونکي ته د هیلو د ساتلو په اړه هم خبرې شوې دي.
عایشه وهاب لومړنۍ افغانتباره او مسلمانه مېرمن ده چې د کالیفورنیا ایالت سنا ته بریالۍ شوې ده.
سرچینه: د عایشه وهاب ټولنیزې رسنۍ
🌐