د طالبانو د حکومت مشر هبتالله اخندزاده له کابل څخه کندهار ته د بېرته ستنېدو پر مهال په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه د اتو جوماتونو او جهادي مدرسو د جوړولو بنسټ ډبره کېښوده.
د طالبانو د حکومت د چارواکو په وینا، هغه تېره ورځ د زابل ولایت په مرکز کې د یوه عیدګاه او یوه جامع جومات د بنسټ ډبرې کېښودې. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې د زابل عیدګاه به په ۷۰ جریبه او جامع جومات به په ۱۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي.
د طالبانو مشر زابل ته له رسېدو وړاندې په غزني ولایت کې هم د یوه جومات او یوې جهادي مدرسې د بنسټ ډبره کېښوده ترڅو د هغوی ساختماني چارې پیل شي.
هغه دغه راز په میدانوردګ ولایت کې د یوه جامع جومات او یوه ۲۰۰ بستریز شفاخانې د جوړېدو بنسټ هم کېښود. د طالبانو په وینا، دا شفاخانه په ۲۹ جریبه ځمکه کې جوړېږي او ټول ارزښت یې تر ۳۶۵ میلیون افغانیو ډېر اټکل شوی دی.
د طالبانو مشر په کابل کې هم د دوو جوماتونو او یوې جهادي مدرسې بنسټ کېښود چې په کابل کې د چمن حضوري په سیمه کې به یو لوی جومات د هغه په نوم جوړ شي. هغه په کابل کې یو شمېر نور جوماتونه هم پرانیستل.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت ویلي چې سږ کال یوازې په کابل ښار کې ۶۰ نوي جوماتونه جوړ شوي او تر ۵۰ ډېر نور رغول شوي دي، په داسې حال کې چې ملګري ملتونه وایي د هېواد نیمایي وګړي بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.
سرچینه: اطلاعات روز
🌐