د اسلاماباد سترې محکمې د پاکستان د طب او غاښونو شورا هغه لارښوونې چې پر بنسټ یې افغان ډاکټران ایستل کېدل او د تخصصي زدهکړو مخه یې نیول کېده، تر بلې ناستې پورې وځنډولې.
دا حکم د دوو افغان ډاکټرانو، زبیدې شېرزاد او زبور شېرزاد، د عریضې پر بنسټ صادر شوی چې په پاکستان کې یې د خپلو کلینیکي زدهکړو د دوام غوښتنه کړې وه.
دغو افغان ډاکټرانو له محکمې غوښتي وو چې د هغو اداري اقداماتو مخه ونیسي چې د دوی د تخصصي روزنې د بندېدو لامل ګرځي.
قاضي ارباب محمد طاهر په یوه موقتي پرېکړه کې د پاکستان د طب او غاښونو شورا د لارښوونو پلي کېدل د محکمې تر راتلونکې ناستې وځنډول.
دا حقوقي قضیه د دغې شورا او د کورنیو چارو وزارت، روغتیا وزارت او د اسلاماباد طبي کالج په ګډون د ۱۱ نورو ادارو او چارواکو پر ضد ثبت شوې ده.
د محکمې راتلونکې غونډه د لیندۍ پر ۲۶مه (د ډسمبر ۱۷مه) ټاکل شوې ده او د عریضې د اصلي برخې په اړه پرېکړه لا وروستۍ شوې نه ده.
سرچینه: پاکستانۍ رسنۍ
🌐