د ملګرو ملتونو په یوه نوي راپور کې راغلي چې له ایران او پاکستان څخه په جبري ډول رااېستل شوې افغان مېرمنې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د دغه راپور له مخې، ځینې شړل شوې ښځې د کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په واټونو کې خیرات غوښتلو ته اړې شوې دي.
دغه راپور چې د یکشنبې په ورځ د لیندۍ په لومړۍ نېټه خپور شو، د دوو راستانه شویو مېرمنو، هما او زهرا، ژوند انځوروي. هما چې ۴۴ کلنه ده او په ایران کې له شپږ کلن ژوند وروسته اېستل شوې، وايي چې د خپل معلول مېړه او کورنۍ د تمویل لپاره کله ناکله په سړکونو سوال کوي.
هما اوس مهال د کورنۍ یوازنۍ ډوډۍ راوړونکې ده او د خپل لېور په کور کې په یوه خونه کې اوسیږي. نوموړې د خلکو د کورونو په پاکولو او ګنډلو سره لګښتونه برابروي، په داسې حال کې چې تر شړل کېدو وروسته یې د خپل اپنډکس عملیات هم په پور پیسو کړي دي.
په راپور کې یاده شوې بله مېرمن زهرا ده چې د قابلګۍ مسلکي زدهکړې لري او په روغتیايي مرکزونو کې یې د رضاکارانه کار تجربه هم ترلاسه کړې ده. خو هغې هم هېواد ته تر راستنېدو وروسته تراوسه هېڅ دنده نه ده موندلې.
د ملګرو ملتونو د راپور شمېرې ښيي چې په تېرو درېیو کلونو کې له ۶.۵ میلیونو څخه ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي، چې نږدې درې میلیونه کسان یوازې په ۲۰۲۵ کال کې راستانه شوي دي. دې کار د هېواد نفوس له ۱۰ سلنې زیات لوړ کړی او پر کار او خدماتو یې فشار راوستی دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ چارواکي چارلي ګوډلیک ویلي چې مېرمنې او نجونې د دغه بنسټ د مرستو تر نیمايي زیاتې برخه جوړوي. د هغه په وینا، ښځې او ماشومان په ګډه د مرستو نږدې ۸۲ سلنه ګټهاخیستونکي دي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې په ټول افغانستان کې یې له ۱۵۰ څخه ډېر د مسلکي او حرفوي زدهکړو پروګرامونه پلي کړي، څو له ښځو سره د عاید په پیدا کولو او د ژوند د ستونزو په هواري کې مرسته وکړي.
سرچینه: د ملګرو ملتونو راپور
🌐