د امریکا د کانګرس غړي جیسن کرو د دغه هېواد له حکومته غوښتي چې له هغو افغانانو سره په خپلو ژمنو ودرېږي چې د جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده. د ایکس خواله رسنۍ له مخې، نوموړي په یوه خپره کړې ویډیو کې وویل چې له افغان همکارانو ملاتړ یو اخلاقي مسوولیت دی.

دغه امریکايي استازي د دوشنبې په ورځ څرګنده کړه چې واشنګټن هغو افغانانو ته کلکه ژمنه ورکړې وه چې اوږه په اوږه یې د امریکايي سرتېرو تر څنګ خدمت کړی او اوس باید له پامه ونه غورځول شي.

کرو ټینګار وکړ چې د افغان همکارانو ملاتړ یوازې سیاسي پرېکړه نه، بلکې یو ژور اخلاقي مسوولیت دی او د امریکا دولت باید په هر ډول چې کېږي خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي.

په امریکا کې د افغان کډوالو وضعیت په وروستیو میاشتو کې له ننګونو سره مخ شوی، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د ۲۰۲۵ کال د جولای پر ۱۴مه د موقت خوندي حالت پروګرام پای ته ورسېد. د دې پرېکړې له امله یو شمېر افغانان د کاري جواز او استوګنې په برخه کې اندېښمن دي.

امریکايي چارواکو پر یو شمېر مهاجرتي بهیرونو نوي محدودیتونه لګولي او تر ۲۰۲۱ کال وروسته د راغلو افغانانو د دوسیو بیا ارزونه یې پیل کړې ده. د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ (افغان ایواک) د جیسن کرو د دې دریځ هرکلی کړی دی.

جیسن کرو او سم لیکاردو هڅه کوي چې د ۲۱۸ لاسلیکونو په راټولولو سره د افغان کډوالو د اېستلو مخنیوي طرحه د استازو جرګې ته وړاندې کړي. د دې طرحې په تصویب سره به پر شرایطو برابر افغانان وکولای شي د ۱۴۰۸ کال تر چنګاښ میاشتې پورې په امریکا کې قانوني پاتې شي.

سرچینه: ایکس خواله رسنۍ

🌐

Author