امريکايي سټريمر او يوټيوبجوړونکی نيکولاس کن ډي بالينتاز، چې په سنېکو مشهور دی، وايي له افغانستان څخه تر راستنېدو وروسته د امريکا د تحقيقاتو فدرالي ادارې (افبيآی) ترې پوښتنې ګروېږنې کړي او برېښنايي وسايل يې ضبط کړي دي. هغه په خپل وروستي سفر کې له انس حقاني او نورو طالب چارواکو سره ليدنې کړې وې.
سنېکو په يوه ژوندۍ خپرونه کې ادعا وکړه چې بېرته امريکا ته د راتګ په لار کې، په ابوظبۍ او نيويارک هوايي ډګرونو کې په ټوليزه توګه ترې اته ساعته پوښتنې شوې دي. د هغه په وینا، درې ساعته په ابوظبۍ او پنځه ساعته په نيويارک کې تر پوښتنو لاندې و او مامورينو يې برېښنايي وسايل ترلاسه کړل.
دغه امريکايي يوټيوبجوړونکي زياته کړه چې د موبايل تر اخيستلو شاوخوا ۴۸ ساعته تېر شوي خو لا هم افبيآی ورسپارلی نه دی او مامورين يې د وسایلو څېړنه کوي. هغه يادونه وکړه چې د موبايل د نه شتون له امله حتی د ټکسي نيولو او ډوډۍ راغوښتلو لپاره له ستونزو سره مخ شوی دی.
امريکا ته د هغه له رسېدو وړاندې، ښي اړخې فعالې لورا لومر ويلي و چې د سنېکو له لوري له حقاني شبکې څخه د ملاتړ په اړه يې کورني امنيت وزارت او تحقيقاتي ادارو ته اسناد سپارلي او د هغه د نيولو او پوښتنو غوښتنه يې کړې وه.
افغانستان ته د سنېکو سفر او د هغه خپرو شوو ويډيوګانو پراخ غبرګونونه راوپارول. نوموړي په يو لومړني ښوونځي کې د نجونو له زدهکړو ويډيو جوړه کړې وه او د نجونو د زدهکړو بنديز يې لوېديځ پروپاګند بللی و، په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.
دغه راز له يوه طالب سره د هغه خبرې چې سنېکو ته يې د افغان مېرمنې د پيدا کولو ژمنه کوله، د فوزيې کوفي او نيلوفر ايوبي په څېر د ښځو د حقونو فعالانو له لوري د افغان ښځو سپکاوی وبلل شو. خو سنېکو ويلي چې سفر يې يوازې مستند جوړونه وه او له چا يې پیسې نه دي اخیستې.
د راپورونو له مخې، امريکايي چارواکو او افبيآی تر دې مهاله په رسمي توګه د سنېکو د څېړنو او د هغه د وسايلو د ضبطولو په اړه څه نه دي ويلي.
سرچینه: افغانستان انټرنشنل
🌐