د افغانستان متحدې جبهې، چې د طالبانو د حکومت یوه وسلهواله مخالفه ډله ده، ادعا وکړه چې ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په څلورو ولایتونو کې پوځي عملیات ترسره کړي او درې طالبان یې وژلي دي.
دغه جبهه چې مشري یې سمیع سادات کوي، د یکشنبې په ورځ د لیندۍ په دویمه نېټه په ایکس ټولنیزه شبکه کې د یوې ویډیو په خپرولو سره وویل چې د سرپل ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې یې د طالبانو د استخباراتو یو غړی وژلی دی. دغې ډلې ادعا کړې چې له هغه څخه یې یو کلاشینکوف او یو موټرسایکل هم ترلاسه کړي دي.
د متحدې جبهې د اعلامیې له مخې، د دوی وسلهوالو د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې هم یو طالب وژلی او یوه تفنګچه یې ترې ضبط کړې ده.
دغې جبهې زیاته کړې چې د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې یې د طالبانو د امر بالمعروف پر امر برید کړی او هغه یې وژلی دی. همدارنګه ادعا شوې چې د پکتیا ولایت په مربوطاتو کې یې په چاودېدونکو توکو د طالبانو یو موټر ویجاړ کړی دی.
متحدې جبهې په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې موخه یې له ظلم او استبداد څخه د افغانستان ژغورل او د خلکو د عزت او حقوقو بېرته اعاده کول دي. دې ډلې له خلکو غوښتي چې پر دوی باور وساتي او خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
دا ادعاوې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو حکومت چارواکو تل په هېواد کې د وسلهوالو مخالفو ډلو فزیکي شتون رد کړی او ټینګار کوي چې هېڅ وسلهوالې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
سرچینه: د افغانستان متحده جبهه
🌐