د کاکا مراد په نامه د جاپاني ډاکټر او مرستندوی ټېټسو ناکامورا د ژوند او بشري فعالیتونو په اړه یو مستند فلم د جاپان په کوماموتو ښار کې نندارې ته وړاندې شو. د دې نندارې اصلي موخه په افغانستان او پاکستان کې د هغه د هڅو او خدماتو په هکله د خلکو خبرول وو.
د جاپان د ارکېکې شبکې د راپور له مخې، دا ځانګړې ننداره د شنبې په ورځ د لړم پر ۳۰مه د یو شمېر ډاکټرانو او تنظیموونکو له لوري جوړه شوې وه. ناکامورا د خپل عمر ۳۵ کاله په سیمه کې له جګړو او ناروغیو څخه د کړېدلو خلکو د لاسنیوي لپاره وقف کړي وو.
دا ۹۰ دقیقهاي مستند د کېنجي یاتسو له خوا جوړ شوی او هغه تصویرونه په کې ځای پر ځای شوي چې د ۲۱ کلونو په اوږدو کې د ناکامورا له فعالیتونو اخیستل شوي دي. همدارنګه په فلم کې نوي او تر اوسه نه خپاره شوي کادرونه هم شامل دي.
ناکامورا په افغانستان کې د ناروغانو د درملنې تر څنګ د څښاک اوبو او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د لویو کانالونو د جوړولو او څاهګانو د کیندلو بنسټګر و. هغه د خپلو دې خدمتونو له کبله د افغانستان افتخاري تابعیت هم ترلاسه کړی و.
دغه جاپانی ډاکټر د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ پر ۱۳مه په جلالاباد کې د کار پر لاره د وسلهوالو تر برید لاندې راغی او په شفاخانه کې یې له خپل موټرچلوونکي او څلورو ساتونکو سره یوځای ساه ورکړه. نوموړی د مړینې پر مهال ۷۳ کلن و.
د جاپان د دولتي رادیو او تلویزیون د راپور له مخې، د هغه د وژنې د دوسيې څېړنې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته درول شوې دي.
سرچینه: د جاپان آرکېکې شبکه
🌐