د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي چې په افغانستان کې پاتې شوې امریکايي وسلې تور بازار ته وتلې او د وسله‌والو ډلو لاس ته ورغلي دي. د ښاغلي بوټو په وینا، د ناقانونه وسلو دغه پراخ جریان په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د ډېرېدو لامل شوی دی.

بوټو له ټي‌ار‌ټي ورلډ ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل او په سیمه کې د وسلو خپرېدل سخت ویجاړونکي وبلل. هغه وویل چې ځینې ترهګریزې او جرمي ډلې اوس داسې وسلې لري چې د پاکستان د پولیسو له وسلو هم پرمختللې دي.

نوموړي په افغانستان کې د سخت‌دریځو ډلو پر شتون هم اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د طالبانو حکومت یا د دغو ډلو د مخنیوي توان نه لري او یا یې پر وړاندې اراده نه ښيي. هغه خبرداری ورکړ چې دا ډلې نورو هېوادونو ته هم ګواښ جوړولی شي.

د ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري میاشت کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، ډېرې پوځي وسلې او تجهیزات په افغانستان کې پاتې شول. د امریکا دفاع وزارت د دغو وسلو ارزښت تر اووه میلیارده ډالرو ډېر اټکل کړی چې پوځي وسایط، پرمختللې وسلې او بایومټریک وسایل په کې شامل دي.

د افغانستان انټرنشنل د یوه څېړنیز راپور له مخې، د دغو وسلو یوه لویه برخه تور بازار ته لار موندلې او په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان جنګیالیو پېرلې دي، چې د پاکستان له پوځ سره په جګړه کې ترې کار اخلي.

بلخوا، د طالبانو حکومت تور بازار ته د پخواني افغان پوځ د وسلو وتل او پاکستان ته یې قاچاق رد کړی او ویلي یې دي چې د وسلو پر ډیپوګانو بشپړ کنټرول لري.

سرچینه: افغانستان انټرنشنل

🌐

Author