د ایران د ملي سټنډرډ سازمان مشرې فرزانه انصاري د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې له مشر عبدالله حاجي‌بشیر سره په کتنه کې وویل چې د دواړو لورو ترمنځ د معیارونو یو شان کول د سوداګرۍ پراختیا سره مرسته کوي.

د ایران ملي سټنډرډ سازمان په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې له یادې طالب ادارې سره به تخصصي او معیاري همکارۍ پراخې شي او دا چاره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې غښتلې کړي.

انصاري په دې کتنه کې د پولو له لارې د سوداګرۍ په اسانتیا کې د سټنډرډ پر ارزښت ټینګار وکړ. هغې وړاندیز وکړ چې په تېرو کلونو کې د همکارۍ چمتو شوې مسوده دې له نوي لیدلوري وڅېړل شي څو یوې عملي هوکړې ته لاره هواره شي.

د ایران د سټنډرډ سازمان مشرې همدارنګه د دواړو هېوادونو د تایید شویو لابراتوارونو د ازموینو د پایلو پر دوه اړخیز منلو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د باور وړ اسنادو منل به د اضافي معایناتو مخه ونیسي او د سوداګرو لګښتونه به کم کړي.

د خبرپاڼې له مخې، ایران چمتو دی چې د افغان لابراتوارونو د باورلیکونو، روزنې او تجربو شریکولو په برخو کې همکاري وکړي او د طالبانو پلاوی به د ایران له څېړنیزو او خصوصي لابراتوارونو لیدنه وکړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې مشر عبدالله حاجي‌بشیر د تخنیکي همکاریو په پراختیا لېوالتیا وښوده. نوموړي وویل چې د نساجۍ، ودانیزو توکو، برېښنايي وسایلو او مېټرولوژۍ په برخه کې د ایران همکارۍ او تجربو ته اړتیا لري.

سرچینه: د ایران د ملي سټنډرډ سازمان

🌐

Author