د بدخشان ولایت د نُسي ولسوالۍ د ارخود کلي اوسېدونکي وايي چې د طالبانو سیمه‌ييزو چارواکو د دوی جامع جومات نیولی او اهل تشیع وګړي هلته لمانځه ته نه پرېږدي.

د افغانستان انټرنشنل د رپوټ له مخې، ځايي سرچینو د دوشنبې په ورځ، د لیندۍ په ۲مه، وویل چې په دغه کلي کې د اهل تشیع جومات د خلکو په خپلو شخصي لګښتونو جوړ شوی و، خو څو کاله وړاندې د طالبانو د قوماندان جمعه‌خان فاتح په امر ونیول شو او له هغه راهیسې شیعه‌ګان له دغه جومات څخه بې‌برخې شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي چې په دغه کلي کې اکثریت د شیعه‌ګانو دی، خو د طالبانو په ملاتړ د څو سني کورنیو له خوا د جومات واک په لاس کې اخیستل شوی دی. که څه هم د طالبانو یوه پلاوي دغه جومات اهل تشیع ته د بېرته سپارلو پرېکړه کړې وه، خو ځايي مسؤلین یې له عملي کولو ډډه کوي.

د سرچینو په وینا، د کلي استازی د لړم په لومړیو کې د پرېکړې د تعقیب لپاره ولسوالۍ ته تللی و، خو د جمعه فاتح اړوند کسانو چې په استخباراتو او پولیسو کې دندې لري، نوموړی ونیو او شکنجه یې کړ.

د بدخشان په درواز سیمه کې مذهبي اقلیتونو له دې وړاندې هم د ځايي طالبانو د ناوړه چلند او فشارونو په اړه شکایتونه کړي وو. په دغه ولایت کې د دوولس‌امامۍ شیعه‌ګانو او اسماعیلیه ټولنو پر وړاندې مذهبي محدودیتونه ډېر شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د روان کال په زمري میاشت کې رپوټ ورکړی و چې د طالبانو د امربالمعروف ادارې په بدخشان کې د اسماعیلیه مذهب ۳۳ جماعت‌خانې تړلې او خلک یې هلته له عبادت کولو منع کړي دي.

سرچینه: افغانستان انټرنشنل

🌐

Author