د طالبانو حکومت د سټنډرډ او کیفیت ادارې اعلان وکړ چې په نیمروز ولایت کې یې د ورېښمو پله له لارې وارد شوي ۸۰۰ کیلوګرامه د لمانځه ټیکي (جانمازونه) د غیرمعیاري والي له امله بېرته مسترد کړي دي.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، یاد جانمازونه له لابراتواري ازموینو وروسته له ټاکلو معیارونو سره برابر نه وو او له همدې امله صادرونکي هېواد ته بېرته ولېږدول شول. که څه هم په خبرپاڼه کې د صادرونکي هېواد نوم نه دی یاد شوی، خو د ورېښمو پل د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزه لاره ده.

دغې ادارې همدارنګه په فراه ولایت کې د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې د درې زره او ۱۱۰ کیلوګرامه په وزن د ۳۰۵ برېښنايي جاروګانو د واردېدو د مخنیوي خبر هم ورکړی دی.

د چارواکو په وینا، دغه برېښنايي وسایل د بې‌کیفیته والي له امله بېرته مسترد شوي او په بندرونو کې د کیفیت څارنه روانه ده.

په افغانستان کې د پراخ صنعتي تولید د نشتوالي له امله، د کورني بازار تر ۹۵ سلنې ډېره اړتیا د ایران، چین، ترکیې او پاکستان په څېر هېوادونو څخه د وارداتو له لارې پوره کېږي.

سرچینه: د طالبانو د سټنډرډ ادارې خبرپاڼه

🌐

Author