د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمېسیون یوه غړي ادعا کړې چې د دغه هېواد د بالستیک توغندیو واټن له دوه زره کیلومترو څخه ۴۵۰۰ کیلومترو ته لوړ شوی دی.
د ایران د پارلمان غړي احمد بخشایش اردستاني د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په دویمه نېټه وویل چې د ایران توغندي اوس تر ۴۵۰۰ کیلومتره واټن پورې رسېږي او په اروپا کې پوځي اډې یې تر ګواښ لاندې دي. نوموړي د دې ادعا د ثابتولو لپاره هېڅ ډول خپلواک تخنیکي شواهد وړاندې نه کړل.
هغه زیاته کړه چې د توغندیو د لا دقیق او نښه ویشتونکي کولو لارښوونه شوې ده او ادعا یې وکړه چې اروپايي سیمې تر لاسرسي لاندې دي. تر دې وړاندې د ایران د توغندیو رسمي اعلان شوی واټن شاوخوا دوه زره کیلومتره و، چې یوازې د اروپا سوېلي او سوېل ختیځې برخې یې تر پوښښ لاندې راوستلې.
په ورته وخت کې د تهران د ښاروالۍ پورې تړلې همشهري ورځپاڼې د «ټوله اروپا د ایران تر نښې لاندې» تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې ادعا وکړه چې د نوي دفاعي تګلارې له مخې تر پنځه زره کیلومترو پورې د واټن زیاتوالی د لوېدیځو هېوادونو اندېښنې راپارولې دي.
دغې ورځپاڼې د عقرب په ۱۲مه نېټه هم یو نقشه خپره کړې وه چې په اروپا، قبرس او یونان کې د امریکا پوځي اډې پکې د احتمالي اهدافو په توګه ښودل شوې وې.
بل خوا، د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون مشر ابراهیم عزیزي تسنیم خبري اژانس ته وویل چې د دوی وسلهوال ځواکونه د چمتووالي په لوړه کچه کې دي او د هر ډول ګواښ د ځوابولو بشپړ توان لري.
په منځني ختیځ کې پوځي او تسلیحاتي ترینګلتیاوې تل د سیمې د هېوادونو او ګاونډي افغانستان له لوري له نږدې څارل کېږي.
سرچینه: تسنیم او ایراني رسنۍ
🌐