د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ اعلان وکړ چې سویس له افغانستان سره د راستنېدونکو د ملاتړ په موخه ۱.۵ میلیونه فرانک، چې نږدې دوه میلیونه ډالره کېږي، مرسته کړې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې، دا مرسته چې یو میلیون او ۷۸۳ زره ډالره کېږي، دغه بنسټ ته زمینه برابروي چې اړمنو کسانو ته د خپلو مرستو رسول روان وساتي.

دغه نړیوال بنسټ د لیندۍ په دویمه نېټه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې کور ته ستنېدل د راستنېدونکو لپاره یوازې د لارې پیل دی او خوندیتوب، لومړنیو خدمتونو او د ژوند بیا رغولو ته دوامداره ملاتړ ته اړتیا ده.

دا مالي مرسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدل لا هم په چټکۍ روان دي.

د ملګرو ملتونو د نوي راپور له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې له ۶.۵ میلیونو څخه زیات افغان وګړي خپل هېواد ته ستانه شوي چې نږدې درې میلیونه کسان یوازې په ۲۰۲۵ کال کې راستانه شوي دي.

دغې کمېشنرۍ ویلي چې دې راستنېدو د افغانستان په نفوس کې له ۱۰ سلنې څخه زیات زیاتوالی راوستی او د استوګنې، کار او عامه خدمتونو پر برخو یې فشار خورا زیات کړی دی.

ډېری کډوال په ایران او پاکستان کې له کلونو ژوند وروسته، پرته له کافي شتمنۍ، مناسب سرپناه او کاري فرصتونو په داسې حال کې هېواد ته ستنېږي چې د ژوند د لګښتونو پوره کول ورته ستونزمن دي.

سرچینه: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري

🌐

Author