ډاکټر سید نجیب‌الله ابوالفضلي د افغانستان وګړو ته په یوه پيغام کې د هېواد په کلتوري او سیاسي ډګر کې د یوه نوي ځواک د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی. د هغه په وینا، دا بهیر به د تېرو دودیزو ګوندونو او جبهو له چوکاټ پورته فعالیت وکړي.

په دغه اعلامیه کې د افغانستان د سیاسي فضا پر تېرېدو له پخوانیو نښتو، شخړو او حزبي محدودیتونو ټینګار شوی دی. ابوالفضلي د ملي همپالنې او تعامل پر بنسټ د نوي میکانیزم رامنځته کول اړین بللي دي.

ښاغلي ابوالفضلي روښانه کړې چې دا جوړېدونکی تشکل به د تېرو جبهو او ګوندونو بیا تکرار نه وي، بلکې د یوې نوې او بېلې تجربې په توګه به د هېواد سیاست ته داخل شي.

د ټولو ټولنیزو پرګنو او تنوع راټولول تر یوه واحد او افغانستان‌شموله چتر لاندې د دې خوځښت له اساسي موخو څخه بلل شوي دي.

په پيغام کې دا هم ویل شوي چې د هېواد اداره باید له فردي انحصارونو ووځي او چارې د پوهې او وړتیا له مخې متخصصو کسانو ته وسپارل شي.

دغه پيغام په پای کې د رښتیني بدلون او یوه ازاد او ودان افغانستان د جوړېدو په هیله پای ته رسېدلی دی.

سرچینه: د سید نجیب‌الله ابوالفضلي اعلامیه

🌐

Author