د افغان کډوالو ملاتړې ادارې «افغان ایواک» ویلي دي چې د امریکا د کډوالۍ ادارې د شکرانې ورځې د رخصتیو پر مهال له دغه هېواد څخه د یو شمېر افغان کډوالو د شړلو لپاره یوه ځانګړې الوتنه پلان کړې ده.

د افغان ایواک د معلوماتو له مخې، باوري شواهد شته چې د کډوالو د شړلو دغه الوتنه د رخصتیو په ورځو کې په پام کې نیول شوې ده.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې ښایي هغه افغانان هم په دې الوتنه کې شامل او وشړل شي چې له امریکایي پوځیانو او ډیپلوماټانو سره یې همکاري کړې وه.

افغان ایواک په یوه اعلامیه کې زیاته کړې چې تر دې وړاندې هم له ۲۰ زیات افغانان مرکزي افریقا ته لېږدول شوي وو، په داسې حال کې چې ډېری یې په امریکا کې د پناه غوښتنې او خوندیتوب قانوني حق درلود.

یاد سازمان د امریکا له کانګرس څخه غوښتي دي چې د دې الوتنې تر ترسره کېدو وړاندې دې له حکومته وضاحت او د افغان کډوالو د شړلو د پلانونو په هکله ځواب وغواړي.

تر اوسه په دغه الوتنه کې د شامل کسانو د کره شمېر، پېژندګلوۍ او د الوتنې د دقیق وخت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو دغه بنسټ مخکې په امریکا کې مېشتو افغانانو ته د وکیل نیولو سپارښتنه کړې وه.

سرچینه: افغان ایواک

🌐

Author