د طالبانو حکومت اعلان کړی چې د قوش تپې کانال دویم پړاو ۹۹ سلنه بشپړ شوی او د آمو سیند اوبه به ډېر ژر په دغه کانال کې بهېدونکې شي. دا خبر داسې مهال ورکول کېږي چې د اوزبیکستان د اوبو لګولو وزیر ویلي وو چې د سیمې د هېوادونو له هوکړې پرته له دغه سیند څخه د اوبو اخیستل شوني نه دي.

د طالبانو اړوند حریت راډیو د ملي پراختیا شرکت له قوله راپور ورکړی چې د قوش تپې کانال د سربند چارې وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي. د راپور پر بنسټ، د پاتې برخو په بشپړېدو سره به د آمو سیند اوبه دغه کانال ته ور خوشې شي.

د آمو سیند د اوبو وېش او د ګډ میکانیزم نشتوالی د طالبانو حکومت او ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول اوزبیکستان ترمنځ د بحث وړ موضوع ګرځېدلې ده. د اوزبیکستان د اوبو لګولو وزیر شوکت خمرایف مخکې ویلي وو چې له سیند څخه د اوبو کارول یوازې د پروژې له بشپړېدو او دوه اړخیزې هوکړې وروسته ممکن دي.

د اوزبیکستان د اوبو وزیر خبرداری ورکړی چې له آمو سیند څخه په کلني ډول د څه باندې ۴ میلیارده متره مکعب اوبو اخیستل د دوی پر کرنې ناوړه اغېز کوي. خو د طالبانو حکومت اعلان کړی چې په اوبیزو کلونو کې ۱۰ میلیارده او په کم‌اوبو کلونو کې به ۶ میلیارده متره مکعب اوبه واخلي.

د قوش تپې ۲۸۵ کیلومتره اوږد کانال جوړول په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو له خوا پیل شول ترڅو د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کرنیزې ځمکې خړوبې کړي. د دغه کانال لومړی پړاو چې ۱۰۸ کیلومتره و، د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې پای ته ورسېد.

که څه هم د طالبانو حکومت د دغې پروژې لګښت ۶۸۰ میلیونه ډالره اټکل کړی، خو څېړونکي د شبکو په ګډون د هغې بشپړ لګښت شاوخوا ۱٫۵ میلیارده ډالره اټکلوي.

سرچینه: حریت راډیو

🌐

Author