د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د طالبانو د جزايي اصولو په غبرګون کې د دغې ډلې د نظام ماهیت ننګولی دی. نوموړې وايي چې طالبان د «یو کس، یوه رایه» له اصل او د انسانانو له برابرۍ سره مخالف دي او په دې باور دي چې د یوه عادي وګړي حقوق باید له یوه دیني عالم سره برابر نه وي. د کوفي په وینا، دا لیدلوری نه په عصري سیاست کې ریښه لري او نه هم له تاریخي «امارت» سره اړخ لګوي .

میرمن کوفي استدلال کوي چې اوسنی جوړښت یوازې د ملا صاحبانو د یوې محدودې کړۍ لخوا د واک د انحصار یوه وسیله ده. هغه خبرداری ورکوي چې په دې تړلي او قبیلوي نظام کې، هغه کسان چې حتی لومړنۍ زده کړې نلري، د میلیونونو انسانانو د برخلیک، ازادۍ او ژوند په اړه پریکړې کوي. د هغې په باور، له دین څخه دا ځانګړی تعبیر یوازې د یوې وړې ډلې د واک د ټینګښت لپاره کارول کیږي .

دغې سیاسي څیرې پر طالب مخالفینو هم کلکې نیوکې کړې دي. هغه پوښتنه کوي چې ایا مخالفتونه یوازې په کم لګښته ټویټونو پورې محدود پاتې دي که به په یو ریښتیني حرکت بدل شي؟ کوفي ټینګار کوي چې له قربانۍ او د بدیلې لارې له وړاندې کولو پرته اعتراض کوم بدلون نشي راوستلی او د وروستیو میاشتو تجربو ښودلې چې ډیری مخالفین لا هم له منظمو او جدی اقداماتو سره بلد نه دي .

#فوزیه_کوفي #طالبان #افغان_سیاست #شخصي_ازادي #د_واک_انحصار #سیاسي_ښځې #مدني_اعتراض #افغانستان