د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف د چهارشنبې په ورځ وویل چې په یمن کې یې د حوثي ډلې پوځي مرکزونه او سنګرونه بمبار کړي دي.
دغه ایتلاف څرګنده کړه چې د نویو هوايي بریدونو په لړ کې د صعده او عمران په ولایتونو کې د حوثیانو یو شمېر پوځي تاسیسات ویجاړ شوي دي.
د خپرو شویو مالوماتو له مخې، په حدیده بندر کې هم د حوثي وسلهوالو پوځي اډې او تاسیسات په نښه شوي او زیانمن شوي دي.
ورته مهال، د ایتلاف ځواکونو اعلان وکړ چې د سعودي عربستان په ختیځ کې د راستنوره سیمې پر سر یې څلور بېپیلوټه الوتکې پېژندلې او راغورځولې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د دواړو غاړو ترمنځ نښتې وروسته له هغې زور واخیست چې حوثیان د سپټمبر میاشت کې د بابالمندب تنګي پر لور پرمخ ولاړل.
په دغه راپور کې ویل شوي چې حوثیانو د سعودي پر هوایی ډګرونو، بندرونو او تېلو پر مرکزونو بریدونه زیات کړي او ریاض هم په ځواب کې هوايي بمبارۍ توندې کړې دي.
سرچینه: رویټرز
🌐