د طالبانو حکومت د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په تېره یوه اوونۍ کې یې لوېدیځو پولو کې ۷۵۰ کسان چې غوښتل یې په غیرقانوني ډول ایران ته ولاړ شي، نیولي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې له دغو کسانو سره یوځای څلور قاچاقبران هم چې د مسافرو په لېږد کې ښکېل وو، نیول شوي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې د دغو عملیاتو پر مهال یوه اندازه وسلې، مهمات او مخابراتي وسایل هم نیول شوي، خو د شمېر په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ګامونه د پولو د امنیت ساتلو او د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه اخیستل شوي دي.

په افغانستان کې د بېکارۍ او بېوزلۍ زیاتوالي له امله، ګڼ شمېر ځوانان اړ کېږي چې د کار موندلو لپاره قاچاقي لارې غوره کړي.

تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل راپور ورکړی و چې د ایران او ترکیې په سرحدي سیمو کې لږ تر لږه د ۲۰ افغانانو مړي موندل شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د ۱۵ قربانیانو کورنیو د خپلو غړو هویت تایید کړی، خو د پنځو نورو جسدونو هویت تر اوسه نه دی روښانه شوی.

سرچینه: د طالبانو دفاع وزارت او افغانستان انټرنشنل

🌐

Author