د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژاننوئل بارو ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د حکومت چلند «جنسیتي اپارتاید» دی. هغه زیاته کړه چې افغان مېرمنې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سخت او سیستماتیک تبعیض سره مخ دي.
له هسپانیې وروسته فرانسه دویم اروپايي هېواد دی چې د طالبانو دغه تګلارې د جنسیتي اپارتاید په توګه یادوي. تر دې وړاندې د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر هم له ښوونځیو او کار څخه د نجونو او مېرمنو محرومول د تبعیض روښانه بېلګې بللې وې.
بارو څرګنده کړه چې د طالبانو حکومت ښځې له زدهکړو، کار او روغتیايي خدمتونو بېبرخې کړې او له ټولنیز ژوند څخه یې ایستلې دي. هغه دغه چلند «غیرانساني شکنجه» وباله او ټینګار یې وکړ چې پاریس به د افغان مېرمنو تر څنګ ولاړ پاتې شي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وویل هېواد به یې هڅه وکړي څو په نړیوالو قوانینو کې جنسیتي اپارتاید د بشریت پر ضد د جنایت په توګه وپېژندل شي. د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر معتبرو بنسټونو هم په نړیوالو کنوانسیونونو کې د دې مادې د ورزیاتېدو غوښتنه کړې ده.
د فرانسې د پارلماني شبکې د راپور له مخې، بارو وویل چې پاریس په تېرو پنځو کلونو کې ۱۸۷ میلیونه یورو د افغان مېرمنو د مرستې پروګرامونو ته ځانګړې کړې دي. نوموړي وویل چې د ۲۰۲۷ کال په جنورۍ کې به د فرانسې پوهنتونونه ۵۰ افغان نجونې محصلینې ومني او په سپټمبر کې به ۳۵ نور سکالرشیپونه ورکړل شي.
همدارنګه فرانسه پلان لري چې په راتلونکي کال کې ۲۰۰ نورې افغان مېرمنې ومني چې دا شمیر ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي. بارو له طالبانو سره هر ډول اړیکې تخنیکي وبللې چې د بېاسنادو کسانو د ایستلو لپاره دي او د ډیپلوماتیکو اړیکو جوړول یې په کلکه رد کړل.
سرچینه: د فرانسې پارلماني شبکه
🌐