د آیرش اګزمینر ورځپاڼې د منیژه خان په لیکنه په یوې مقاله کې پر بهرنیو یوټیوب‌جوړوونکو نیوکه کړې چې افغانستان ته په سفرونو کې د خلکو پټ کړاوونه له پامه غورځوي.

د آیرش اګزمینر ورځپاڼې د راپور له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې ګڼ شمېر بهرني سیلانیان افغانستان ته تللي دي. ډېری دوی یوازې د طبعي ښکلاوو او د ولس د مېلمستیا ویډیوګانې خپروي او د امنیت احساس څرګندوي.

د مقالې لیکواله څرګندوي چې دا ډول ویډیوګانې نړیوالو ته ناسم انځور ورکوي، ځکه په داسې حال کې چې بهرني سیلانیان ازاد ګرځي، میلیونونه ښځې او نجونې له زده‌کړو او کار څخه بې‌برخې دي.

په دغه مطلب کې د ویتني رایټ او اډیسن پییر مالوف سفرونو ته په اشارې سره نیوکه شوې چې یوټیوبران د ښځو پر وړاندې بندیزونه عادي ګڼي او دا کړنې د افغانانو کلتور بولي.

منیژه خان لیکلي چې له شپږم ټولګي پورته هغه نجونې چې پټې زده‌کړې کوي او هغه ښځې چې په پټه کار کوي، د بهرنیو سیلانیانو په ویډیوګانو کې هېڅ انعکاس نه مومي.

د دغې مقالې له مخې، دا ډول یو اړخیز معلومات له افغان ولس سره د نړۍ خواخوږي کموي او باید ترڅنګ یې د بې‌وزلۍ، لوږې او انساني ناورین رښتیني انځورونه هم وړاندې شي.

سرچینه: آیرش اګزمینر ورځپاڼه

🌐

Author