د اروپایي فعالانو یوې ډلې د اروپا له کمیسیون څخه غوښتي چې یوه بشپړه اروپایي او خپلواکه ټولنیزه شبکه جوړه کړي. د اروپا کمیسیون هم دا مدني نوښت د یو میلیون لاسلیکونو راټولولو لپاره په رسمي ډول ثبت کړی دی.
د دې طرحې موخه د یوه داسې بدیل پلیټ فارم جوړول دي چې د خلکو په بودیجه اداره شي او له سیاسي فشارونو خپلواک وي. فعالان په دې باور دي چې اوسنۍ امریکایي او چینایي شبکې د معلوماتو د ناسم مدیریت له امله د باور وړ نه دي.
که دا طرحه بریالۍ شي، د دې شبکې پراختیا او ګټه اخیستنه به هر وګړي ته په کال کې شاوخوا یو یورو لګښت ولري. خو بیا هم، د دې سترې پروژې کره مهالوېش او د پلي کېدو وروستۍ بڼه لا هم په بشپړ ډول نامعلومه ده.
#ټیکنالوژي #ټولنیزه\_شبکه #اروپا #شخصي\_حریم #ډیجیټل\_رسنۍ #انټرنیټ #ایلان\_ماسک