د سویلي اسیا لپاره د بخښنې نړيوال سازمان د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړيوالې ورځې په مناسبت وویل چې افغان ښځې د پنځم پرله‌پسې کال لپاره د طالبانو له سیستماتیک تبعیض او ځپونکو تګلارو سره مخ دي.

د بخښنې نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، دغه بنسټ پر خپله اېکس پاڼه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ضد ۱۶ ورځني نړيوال کمپاین په ترڅ کې ولیکل چې په ۲۰۲۶ کال کې هم د افغان نجونو او مېرمنو ځپل دوام لري.

یاد سازمان له نړيوالې ټولنې او ولسونو غوښتي چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره خپل پیوستون اعلان کړي او د هغوی له بنسټیزو حقونو ملاتړ څرګند کړي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو ۱۶ ورځنی کمپاین یو کلنی نړیوال پروګرام دی چې د نومبر له ۲۵مې پیلېږي او د ډسمبر تر ۱۰مې، د بشري حقونو تر نړيوالې ورځې پورې، دوام مومي.

په همدې حال کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان‌نوئل بارو هم د ښځو په اړه د طالبانو اقدامات جنډري اپارتاید بللی او ویلي یې دي چې طالبان د ښځو د نوم د حذفولو هڅه کوي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې افغان مېرمنې په دې پېړۍ کې له تر ټولو سخت تبعیض، د زده‌کړې، کار او روغتیایي اسانتیاوو له محرومیت سره مخ دي او هېواد یې هڅه کوي جنډري اپارتاید د یو نړیوال جرم په توګه ثبت شي.

سرچینه: د بخښنې نړيوال سازمان

🌐

Author