د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړيوالې ورځې سره هم‌مهاله، د افغانستان ښځې لا هم تر سختو بندیزونو لاندې له زده‌کړو، کار او روغتیايي اسانتیاوو بې‌برخې دي.

د افغانستان انټرنشنل د رپوټ له مخې، درېیو ښځو په ډاګه کړې چې بندیزونو د دوی ورځنی ژوند سخت اغېزمن کړی دی. زبیده چې په یوه رسنۍ کې یې کار کاوه وايي، د خاوند تر مړینې وروسته د خیاطۍ او مزدورۍ له لارې د خپلې لور نفقه برابروي او ان د کالیو پلورلو پر مهال نیول شوې هم وه.

بلخوا، آرزو چې په کندهار کې د عامې روغتیا پخوانۍ کارکوونکې وه څرګندوي چې د کار له لاسه ورکولو او د مېړه د ګوزڼ له امله اوس د خلکو په کورونو کې لوښي مینځي ترڅو ډوډۍ پیدا کړي.

پر روغتیایي خدمتونو بندیزونه او د ښځینه ډاکټرانو کمښت بله لویه ستونزه ده. سلما چې په کابل کې اوسي وايي، د ښځینه ډاکټر د نشتوالي او نارینه ډاکټر ته د ورتګ د ممانعت له وجې یوه میاشت کېږي چې د غاښ درد ګالي.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق شمېرې ښيي چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زېږون پر مهال مري او شاوخوا ۲۴ زره مېرمنې هره میاشت په لرې پرتو سیمو کې خوندي زېږون ته لاسرسی نه لري.

اوچا هم ویلي چې له هرو ۱۰۰ زرو څخه ۶۰۰ میندې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي او د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په ډاګه کړې چې یوازې ۱۴ سلنه ښځې کولی شي تاوتریخوالی ثبت کړي.

سرچینه: افغانستان انټرنشنل

🌐

Author