د کونړ ولایت د ناري ولسوالۍ په ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله د یوې کورنۍ لږ تر لږه دوه ماشومان مړه شوي او پلار یې ټپي شوی دی. ځايي اوسېدونکو د طالبانو له حکومت څخه د اور د بشپړ وژلو لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.
د افغانستان انټرنشنل د رپوټ له مخې، ځايي اوسېدونکو د ویډیوګانو په استولو سره ویلي چې د ناري ولسوالۍ د دانچګل سیمې په ځنګل کې دغه اور څلور ورځې وړاندې لګېدلی دی. په دغو ویډیوګانو کې ښکاري چې خلک په لومړنیو وسایلو د اور د خپرېدو مخنیوی کوي.
په ناري ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال امینالله شهاب ځايي رسنیو ته تایید کړه چې اورلګېدنه څلور ورځې مخکې پیل شوې او له امله یې د ناجو، څېړۍ او نښترو شاوخوا یو کیلومتر اوږد ځنګل سوځېدلی دی.
د دغه طالب چارواکي په وینا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه شپانه د ځان تودولو لپاره اور بل کړی و. هغه زیاته کړه چې د اور د لا پراخېدو مخه نیول شوې او د بشپړ مهارولو هڅې روانې دي.
د افغانستان په ختیځ کې د کونړ ولایت طبيعي ځنګلونه د هېواد له مهمو چاپېریالي شتمنیو ګڼل کېږي چې د امکاناتو د نشتوالي او بېاحتیاطۍ له امله وخت ناوخت سوځي.
د ناري اوسېدونکي وايي چې د اور وژنې د عصري اسانتیاوو نه شتون د دې لامل شو چې اور څو ورځې دوام وکړي او ځاني او مالي زیانونه واړوي.
سرچینه: افغانستان انټرنشنل
🌐