په کابل کې د طالبانو د حکومت امنیه قوماندانۍ اعلان کړی چې شپږ تنه یې د وسله‌والو غلاوو په تور د نښتې په ترڅ کې وژلي دي.

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا پېښه نن چهارشنبه د لیندۍ پر ۴مه نېټه د شپې شاوخوا دوه بجې د کابل ښار په اتمه حوزه کې شوې ده.

د ځدران په وینا، د دغو کسانو موټر د طالبانو تر تعقیب لاندې و او د درېدو له مکررو خبرداریو سرغړونې وروسته نښته رامنځته شوه چې په پایله کې ټول شپږ واړه ووژل شول.

نوموړي ویلي چې له دغو کسانو څخه درې میله وسلې او دوه قبضې برچې هم د امنیتي کسانو لاسته ورغلې دي.

د طالبانو امنیتي چارواکو دوه ورځې وړاندې هم په کابل ښار کې د ورته تور له امله د درېیو نورو کسانو د وژل کېدو ادعا کړې وه.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې دوی په ښارونو کې د وسله‌والو غلو د وژلو ډېرې ادعاوې کړې دي، خو کله ناکله خپلواکو سرچینو ادعا کړې چې ځینې وژل شوي کسان عام وګړي وو.

سرچینه: اطلاعات روز

🌐

Author