د خبریالانو نړیوال فدراسیون خبر ورکړی چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو په لغمان کې د «کاوون غږ» راډیو پر دفتر چاپه وهلې او د دې رسنۍ شپږ کارکوونکي یې نیولي او پوښتنې ګروېږنې ترې کړې دي.

د دغه بنسټ د راپور پر بنسټ، په نیول شویو کسانو کې څلور ښځینه خبریالانې، د راډیو مدیر او د نشراتو مسؤل شامل وو چې د دوو ساعتونو پوښتنو وروسته بېرته خوشي شول.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون څرګنده کړې چې دا پیښه د روانې میاشتې په ۱۴مه نېټه شوې او دغو کارکوونکو په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د اقتصادي وضعیت په اړه د یوه پروګرام ثبتولو لپاره وسایل چمتو کول.

د افغانستان د ژورنالستانو خپلواکې ټولنې، چې د دې فدراسیون همکاره ده، ویلي چې طالبانو د دغو رسنیزو کارکوونکو د توقیف لامل د نارینه وو او ښځو د کاري چاپېریال نه بېلوالی او نوي مقررات بللي دي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د طالبانو له خوا د رسنیو پرله‌پسې ځپل غندلي او په هېواد کې یې د بیان د ازادۍ د ساتنې، د ژورنالستانو د امنیت او ازادۍ د تضمین غوښتنه کړې ده.

تر دې وړاندې هم د طالبانو ځواکونو د ۱۴۰۳ لمریز کال په غبرګولي میاشت کې د دغې سیمه‌ييزې راډیو پر دفتر چاپه وهلې وه او نشرات یې بند کړي وو.

طالبانو په هېواد کې د بیا واکمنېدو راهیسې پر رسنیو پراخ بندیزونه لګولي، ښځینه خبریالانې یې د پروګرامونو پر مهال د تور ماسک پر اغوستلو او له نارینه وو په بشپړ ډول جلا چاپېریال کې کار کولو ته اړ کړې دي.

سرچینه: د خبریالانو نړیوال فدراسیون

🌐

Author