د بشري حقونو هه نگاو سازمان راپور ورکړ چې په تېر یوه کال کې د ایران په ۲۷ ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۵۹ ښځې وژل شوې دي. د دغه راپور له مخې، تر ټولو ډېرې پېښې په تهران کې ثبت شوې دي.دغه بنسټ اعلان وکړ چې په ۲۳ پېښو کې د ناموسي انګېزې پخلی شوی، خو اټکل کېږي چې رښتینې کچه به یې لوړه وي. د هه نگاو په وینا، ځینې رسنۍ دا پېښې کورني اختلافونه بولي.په راپور کې راغلي چې ډېری قربانیان د خاوند، پخواني خاوند یا د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوي دي. د مرکې ردول او د طلاق غوښتنه هم د دې وژنو له لاملونو یاد شوي دي.#ایران #بشري_حقوق #ښځې #منځنی_ختیځ

🌐

Author