د ملي مقاومت جبهې مشر، احمد مسعود، له «ایراف» رسنۍ سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې د طالبانو کړنې باید د پښتون قوم په نوم ونه لیکل شي.
هغه وویل طالبان د هیڅ قوم استازي نه دي او یوازې د تفرقه اچوونکو تاکتیکونو په کارولو سره هڅه کوي د افغانستان د قومونو ترمنځ بې باوري رامنځته کړي.
مسعود په ډاګه کړه چې طالبانو ورته وړاندیز کړی و چې د پنجشیر او تاجکانو د استازي په توګه په نظام کې برخه واخلي، خو هغه دا وړاندیز رد کړی دی.
هغه د طالبانو هدف د قومي مسایلو په راپورته کولو سره د مخالفینو ګوښه کول او بدنامول وباله.
د ملي مقاومت جبهې مشر له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره د افغانستان د ټولو قومونو پر یووالي ټینګار وکړ.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې طالبان تل د ټول ګډونه حکومت د جوړولو ادعا کوي، هغه ادعا چې مخالفین یې ردوي.