د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارر له مولانا فضل الرحمان وغوښتل چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ یو انتخاب کړي. هغه د جمعیت علمای اسلام مشر پر پاکستان ضد دریځونو خپرولو تورن کړ.تارر وویل چې اختلافونه باید د افغانستان په ملاتړ او د پاکستان پر ضد د روایت د جوړېدو لامل نه شي. هغه ټینګار وکړ چې جګپوړي سیاستوال باید د ستونزو د حل لپاره سیاسي لارې غوره کړي.دا کړکېچونه په داسې حال کې زیات شوي چې د پاکستان حکومت د دغه ګوند پر فعالیتونو محدودیتونه لګولي دي. له دې سره سره، فضل الرحمان د خپلو غونډو او لاریونونو پر دوام ټینګار کوي.#پاکستان #فضل_الرحمان #طالبان #سیمه

🌐

Author