په بغداد کې د عراق جنایي محکمې د داعش ډلې د غړیتوب په تور اته فرانسوي وګړي په عمري بند او دوه نور یې پر ۱۵ کاله بند محکوم کړل. دا پرېکړې د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په پنځمه وشوې.دا کسان د هغو تورنو په ډله کې دي چې تېر کال له سوریې عراق ته لېږدول شوي وو او د لسو نورو د سزا پرېکړه وروسته ته وځنډول شوه.په تورنو کې د اډرین ګیهال نوم هم شامل دی او ځینو یې په محکمه کې پښېماني ښودلې ده.#عراق #فرانسه #داعش #بغداد🌐
د عراق محکمې اته فرانسویان په عمري بند محکوم کړل