سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی چې د تحریک طالبان پاکستان د یوه افغان توکمي غړي قاري خیرالله د فاتحې مراسم د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ په شیروانګي کلي کې جوړ شول. دا مراسم د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په څلورمه ترسره شول.د سرچینو په وینا، هغه تر دې وړاندې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی و او جسد او وسلې یې نیول شوې وې.د پاکستان او طالبانو چارواکو لا تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.#خوست #شمالي_وزیرستان #تی_تی_پي #افغانستان🌐

Author