د امریکا وتلي جمهوري غوښتونکي سناتور لیندزی ګراهام د ایران خلکو ته په یو پیغام کې ویلي چې د دوی اوږد خوب به ژر پای ته ورسیږي. هغه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ظلم د پای ته رسولو لپاره د خلکو زړورتیا د امریکا ولسمشر او د ازادۍ ټولو مینه والو لیدلې ده .
نوموړي زیاته کړه کله چې ولسمشر ټرمپ وايي «ایران ته بېرته عظمت ورکوو»، هدف یې دا دی چې په ایران کې لاریون کوونکي باید پر اوسني حکومت بریالي شي. د ګراهام په وینا، ټرمپ پوهیږي چې ایران به د اوسنیو واکمنانو په شتون کې هیڅکله یو ستر هېواد نشي .
دغه امریکایي سناتور ټینګار کړی چې د ایران راتلونکی د اوسني رژیم په بدلون پورې تړلی دی. دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د امریکا او ایران ترمنځ سیاسي ناندرۍ زیاتې شوي دي .
#لیندزی_ګراهام #ایران #امریکا #ټرمپ #سیاست #نړیوال_خبرونه #آزادي #بدلون