د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې یوه ښوونځي ته څېرمه د چاودنې له امله لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي. د ځايي چارواکو په وینا، په وژل شویو کې اووه ماشومان، دوه سړي او یوه مېرمن شامل دي.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل چې د لومړنیو څېړنو پر بنسټ، دا چاودنه په سیمه کې د کانونو د استخراج اړوند چاودېدونکو توکو د ناسم ساتلو او بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
یوه ځايي چارواکي وویل، دا توکي په یوه استوګنیز کور کې ساتل کېدل چې دیوال یې د یو ښوونځي له دیوال سره نښتی و او چاودنې سخت ویجاړی رامنځته کړی دی.
په کونړ کې د اطلاعات او کلتور ریاست ویاند سمیعالله حقبیان بي بي سي ته وویل، چې دا پېښه د شنبې پر سهار شاوخوا ۱۰ بجې شوې ده. د باختر خبري اژانس د معلوماتو له مخې، د ښوونځي ودانۍ او ګاونډیو کورونو هم زیان لیدلی دی.
ځايي اوسېدونکو ټپيان او ماشومان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدولي دي. د روغتونونو په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې د بېلابېلو ټپي ماشومانو سرونه پانسمان شوي دي.
امنیتي کسانو پېښې ته تللې لارې تړلې دي او ژغورونکې ډلې په سیمه کې بوختې دي. کونړ چې د کانونو بډایه ولایت دی، د خوندیتوب د ټیټو معیارونو له امله تر دې مخکې هم د مرګونو پېښو شاهد و.
سرچینه: بي بي سي
🌐